Ajmal Khatak

 

  

 

Directory

Pashtunistan' Website in EnglishPashtunistan's Website in GermanyPashtunistan'S Website in Farsi  

کور پا ڼه

د افغان ننګ
د بنو مازيګر

دا ورځ

ليونۍ
پاچا خان
ژوبل احساس
Forum
Guetbook Sign
Guestbook view
   
  j
  1
   
    
 

 

 

 

        
 
[
 
 

 

   

موږ يو ملت يو، افغان ملت يو، ټول افغانان يو، يو مو كور دى، يوه مو خاوره ده، يو مو وطن دى، يوه مو وينه ده، يوه مو مينه ده او يوه مو ورورولي ده. د دې دواړو تر منځ به فرق راولو. يانې د پارټۍ (ګوند- حزب) او ملت، كور، خاورې، وطن تر منځ. فرض كړه كه افغانستان باندې پېرنګى راغلى نو په ټولو راغلى و. كه امريكا موږ وهي نو موږ ټول وهي، نو زه وايم چې موږ د كور او ورور غم وكړو او په كور او ورور كې دې ته نه ګورو چې دا تور دى كه سپين. ګوته چا ته نه نيسو، تر دې پورې چې د ده ژبه كومه ده. اوس موږ په افغانستان كې د زرګونو كالونو راهيسي په يوه كور كې اوسېدلي يوو، دا خلكو خو په يوه پښتون كې فلانى او فلانى يادوي، چې دا د كندهار دى، دا د ننګرهار دى او دا وردګ دى، دا ملا دى دا طالب دى او دا عالم دى. زه وايم چې دا هزاره شول، دا اوزبك شول، تاجك شول، بدخشي شول دا ټول زموږ په دې وطن كې د زرګونو كلونو راهيسي د وروڼو غوندې اوسېدلي دي، برخورداره چې زه به په دوره لاړم نو په سكول او مكتب كې به هلكانو په پښتو كې ترانه راته ويله، په پښتو كې به يې ستړي مشي كولې. ما به كوشش كولو چې د هغوى په خپله ژبه كې خبرې وكړم. خو ما پاړسي خبرې نه شوې كولى اوما به چې چا سره خبرې كولې، هغوى به پښتو راسره ويله. ځكه دا د ورورولۍ خبره ده. نو موږ افغانان خپلې ستونزې او مشكلات په ورورولۍ اوارولى شو. كه دا ورورولي او دا افغان ملت جوړ نه شي هېڅ يو قوم او قبيله د وهلو څخه بچ كېدلى نه شي. بيا هر يو وهل كېږي. ځكه، هغه پاړسي كې وايي: قطره درياست اگر با درياست.

نو كه موږ افغانان سره يو نه شو، تباه كېږو، ورك كېږو. جنګ جګړو باندې څه نه كېږي، ځكه موږ وازمايل، څه مو وكړل؟ افغانستان مو وران كړ نور مو هېڅ و نه كړل.

كه لږ مخكې لاړ شو، او وپوښتم چې افغانستان ته د روسانو راتلل تاسې څنګه ګڼئ؟

هغه د روسانو راتلل نه وو، هغه د روسانو يرغل و. هغه يرغل چې د افغانستان د بدبختيو كلي او كونجي وه يانې دا يرغل د افغانستان د بدبختيو اغاز و. او هغه د افغانستان دننه د هغوى ملګري چې وو د هغوى همخيالي وه او د شوروي اتحاد د مشرانو عجلت او تيزي او ناپوهي وه. سازش يې وكړ او افغانستان يې راته تباه كړ. خداى يې دې تباه كړي.

نو تاسې بيا د دغه يرغل پر وخت په كابل كې وئ، نو چې ورسره مخالف وئ بيا ولې هلته ورسره پاتې شوئ؟

موږ څه كړي واى؟ موږ خو لاړو د دې ځاى غمونه مو هلته وړي وو. چې هلته به د افغانستان د ورور سره او د هغه ورور په وجه به له نورې دنيا سره رابطې پيدا كړو او له دې غمونو څخه به خلاص شو. نو هلته په دې بلا واوړېدو، د روسانو او انقلاب بلا يادوم. نو څه مو كړى واى؟ دلته مو دښمني وه، نو چې راتلى نو افغانستان ته مو هم خير نه جوړېدو، بيا به د پاكستان واكمنو ويل چې دا افغانستان موږ ته راولېږل. نو يوه لويه لانجه يې جوړوله. هلته كه پاتې كېدى او د هغوى مخالفت مو كولى، څرګند ودرېدى او ورته ويلي مو وى چې دا ته غلطه كوې، په دې باندې بيا كور ورانېدو، چې هسې وران دى. موږ به نه يو پوه، زموږ په اوږه به بل چا ټوپك ايښي وي زما په ورور او په ما به يې ډز كړى. نو هلته موږ خاموشي اختيار كړه، البته دا خاموشي د خلكو مخكې وه. هسې خو موږ ډېر كوششونه وكړل چې هغوى په دې خبره پوى كړو. له تره كي صيب نه واخلي تر ډاكټر نجيب الله پورې ټولو ما ته د مشر په حيثيت كتل. ما ټولو ته سپينې خبرې كړي، واضحه خبرې مې كړي دي، تر دې چې مخالفت مې كړى دى او د هغه مخالفت په وجه هغوى زه ښه نه ګڼلم. خو موږ هلته د يو چا د نماينده په حيثيت، د يوه قوت په حيثيت نه وو ناست. موږ په خپله طريقه ورته خبره كوله چې په خپلو كې جنګ ښه نه دى. خو هغه دومره لويه بلا راغلي وه چې زموږ خبرو ته چا نه كتل، نه يې د باچا خان خبرو ته كتل او نه يې زما خبرو ته. هغوى خو ويل چې بس اوس موږ راغلو، افغانستان مو ونيولو، قبايل به خپل كړو او هندوستان پورې به ورسېږو. داسې نشه يې په مغزو كې خلكو ته اچولې وه. هغوى د چا خبره چېرته اورېدله! د باچا خان غوندې بابا يې نه اورېدو نه نور به يې چېرته اورېدلى واى. ټولو به ما ته په خپل ژوند چې دا ټول وو، ما ته يې استاد ويلى دى، پلار يې راته ويلى دى تره يې راته ويلى دى خو له دې ټولو سره بيا زه د هغوى په سترګو بد لګېدم.

نو ستاسې داسې يوه خبره ياد ده چې هغه مو تره كي، امين او نورو ته كړي وي؟

هغه خو د باچا خان هغه خبره وه چې هغه تره كي صيب ته وويل، او دا ټول خلك يې راجمع كړل، هغه وخت كې دوى ټول يو وو، نو باچا خان ورته وويل: ګورئ هر څه مو چې وكړل- هغه مو وكړل، اوس دې خلكو ته لاړ شئ، له خلكو سره ظلم مه كوئ، چې خلك درسره نه وي، او د خلكو ملاتړ نه وي، نو هېڅكله به كامياب نه شئ. خو هغوى په خپل خره سپارو وو، چېرته يې زموږ خبره اورېده. موږ ډېرې خبرې كړي خو يوه يې هم نه ده منلې. پاچا خان

next

 

 

 

 

 

 

 
next
     
     
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

next
   

 

 

next
     
next
   

 

 

 
   
   
   
 
     
next

 Pashtunistan's Websites[1[2] [3] [4] [5] [6] [next] 

 


زه چې هلته ووم او قندهار ته به لاړم نو بنو به راياد شو - يره! هغه مازيګر به د بنو د مازيګري نه ډير زيات مست وو - خو دا د هغه وخت خبره ده چې په کابل کې محمد ظاهر شاه خان وو ، يا سردار محمد داؤد خان- د هغوۍ نه پس يو بل دور شورو شو او بيا د پاسه پرې يو بل شان دور راغلو - چې د قندهار په نو ښار خو شته ، خدايی دې يې لري ، خو دا هغه قندهار نه دی کوم چې ؤ - خدايې پاکه بيا د ميرويس او احمد شاه قندهار ، د ميلو ، سيالو ، تماشو ، سيلونو ، رونقونو ، مستيو او پښتو قندهار ، قندهار کړه - او نوی قندهار د پښتو په پت او خوند رګ زوړ خو د نوې دنيا د جدت ، تعمير ، ترقۍ او اولس خوشالی نه وې - د دنيا په سيالو ښارونو کې سيال قندهار!  د بنو مازيګر

 
 
 
nextподробнее...
 
 
nextподробнее...
 
 
 
 
 
next
 
 
 
 
   
 
 
   
 
 
 
 
 

 

 

 

 

 

 
   
 
 
                                                                                                           

.......................................................................mailto:azimbabak@yahoo.com..........................................................................................